حمد او ثنا د الله سبحانه وتعالی لپاره ده او درود او سلام دې وي د الله پر رسول، د هغه پر کورنۍ، اصحابو او هر هغه چا چې له هغه سره یې مینه کړې ده، او له هغه وروسته:
هغه اسلامي امت ته چې الله سبحانه وتعالی ورته عزت وبښه او په اړه یې وفرمایل:
كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ
"تاسو تر ټولو غوره امت یاست چې د خلکو (د لارښوونې) لپاره پیدا شوي یاست؛ په نېکیو امر کوئ، له بدیو څخه منع کوئ او پر الله ايمان لرئ." (سورة آل عمران: ۱۱۰)
د دعوت پاکو او پرهیزګارو حاملینو ته -موږ د هیچا تزکیه نه کوو، ځکه یوازې الله پرې پوهېږي- هغه کسان چې غوره خبره کوي او نېک عمل ترسره کوي؛ الله سبحانه وتعالی د هغو کسانو ستاینه کړې چې دا صفتونه لري:
وَمَنْ أَحْسَنُ قَوْلًا مِمَّنْ دَعَا إِلَى اللَّهِ وَعَمِلَ صَالِحًا وَقَالَ إِنَّنِي مِنَ الْمُسْلِمِين
"او د هغه چا په پرتله د بل چا خبره غوره کېدای شي چې د الله په لور بلنه ورکوي، نېک عمل کوي او وايي چې: زه له مسلمانانو څخه یم." (سورة فصلت: ۳۳)
د دې پاڼې عزتمنو لیدونکو ته، هغوی چې په رښتینولۍ او حق سره ورته راځي او د هغې خیر په لټه کې دي چې په دې پاڼه کې وړاندې کېږي؛ الله سبحانه وتعالی دې هغوی ته غوره جزا ورکړي...
دغو ټولو ته د کوچني اختر مبارکي وایم او له الله سبحانه وتعالی څخه غواړم چې د دوی روژې او لمونځونه قبول کړي او دوی د دې مبارکې میاشتې له خلاصو شویو بندګانو څخه وګرځوي. همدارنګه له سبحانه وتعالی څخه سوال کوم چې دا اختر د مسلمانانو لپاره د خیر او برکت پیل وي، ترڅو راتلونکی اختر په داسې حال کې راشي چې موږ د راشده خلافت د بیرغ تر سیوري لاندې یو، هغه بیرغ چې پرې لیکلي دي: "لا إله إلا الله محمد رسول الله"؛ او دا کار پر الله سبحانه وتعالی ستونزمن نه دی...
په پای کې پر تاسو سلام وایم او درته د خیر دعا کوم، الله سبحانه وتعالی دې ستاسو طاعتونه قبول کړي، له هر ډول بدۍ څخه مو وساتي او له هر شر څخه مو وژغوري:
فَاللَّهُ خَيْرٌ حَافِظًا وَهُوَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ
"نو الله غوره ساتونکی دی او هغه تر ټولو زیات رحم کوونکی دی." (سورة يوسف: ۶۴)
والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
د کوچني اختر شپه، د ۱۴۳۸ هـ ق کال د شوال لومړۍ نېټه ستاسو ورور د ۲۰۱۷/۶/۲۵م سره سمون خوري عطاء بن خلیل ابو الرشته