Home About Articles Ask the Sheikh
مسایل

مړينه او ډاډګېرنه - امير او د مظالمو د ديوان رئيس

October 31, 2010
30

وَمَن يُطِعِ اللّهَ وَالرَّسُولَ فَأُوْلَـئِكَ مَعَ الَّذِينَ أَنْعَمَ اللّهُ عَلَيْهِم مِّنَ النَّبِيِّينَ وَالصِّدِّيقِينَ وَالشُّهَدَاء وَالصَّالِحِينَ وَحَسُنَ أُولَـئِكَ رَفِيقًا

"او څوک چې د الله او د هغه د رسول اطاعت وکړي، نو هغوی به له هغو کسانو سره وي چې الله پرې لورېینه کړې ده؛ یعنې له پیغمبرانو، صدیقینو، شهیدانو او صالحانو سره، او هغوی څومره ښه ملګري دي." (سورت النساء: ۶۹)

د حزب التحرير امير او د مظالمو د ديوان (ديوان المظالم) رئيس د الله سبحانه وتعالی پر قضاء او قدر باندې په پوره ايمان سره دغه خبر ورکوي:

ډاکټر عايد الشعراوي، چې د الله سبحانه وتعالی په اجازه د دغه ديوان له غوره او نېکو غړو څخه و، له دې فاني نړۍ څخه وکوچېد او د اخرت تلپاتې کور ته ولاړ. نوموړی نن د یکشنبې په سهار د ۱۴۳۱ هجري قمري کال د ذي القعدې په ۲۳مه، چې د ۲۰۱۰/۱۰/۳۱ نېټې سره سمون خوري، په بیروت کې په المقاصد روغتون کې وفات شو.

الله دې پر هغه رحم وکړي، هغه تل پر حق ولاړ و او له هغې څخه نه بېلېده، د الله په لاره کې یې د هیڅ ملامتوونکي له ملامتیا ویره نه لرله؛ او موږ د الله په وړاندې د هیڅ چا پاکي (تزکیه) نه بیانوو. هغه په ديوان کې د هرې مطرح شوې قضیې په ژور درک او څېړنه کې پوره مهارت درلود؛ هغه به له خپلو وروڼو سره د موضوع واقعیت ته ځان رساوه، هر څه به یې پر خپل ځای ایښودل او له خپلو وروڼو سره به یې په حقه پرې پریکړه کوله، په داسې حال کې چې سترګې یې تل د هغه جنت په لور وې چې پراخوالی یې د اسمانونو او ځمکې په اندازه دی او د پرهیزګارانو لپاره چمتو شوی دی.

اې ګرانه وروره! موږ ستاسو په جلاوالي غمجن یو، او موږ نه وایو مګر هغه څه چې زموږ رب الله پرې راضي کیږي:

إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ

"بېشکه موږ د الله یو او بېشکه موږ همغه ته ورګرځېدونکي يو."

۲۳ د ذي القعدې ۱۴۳۱ هـ ۲۰۱۰/۱۰/۳۱ م

Share Article

Share this article with your network