Home About Articles Ask the Sheikh
مسایل

د جلیل عالم عطاء بن خلیل ابو الرشته له خوا د خپلو پاڼو لیدونکو ته د ۱۴۳۵ هـ ق کال (۲۰۱۴م) د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت مبارکي

July 27, 2014
873

د الله په نامه چې ډېر زیات مهربان او پوره رحم لرونکی دی.

حمد او ثنا د الله سبحانه و تعالی لپاره ده، او درود او سلام دې وي پر رسول الله ﷺ، د هغه پر کورنۍ، اصحابو او پر هغو کسانو چې د هغه ملګرتیا یې کړې ده، او له دې وروسته...

د دعوت ګرانو حاملینو ته، الله سبحانه و تعالی دې هغوی د خپل ځان او خپل رسول ﷺ په اطاعت سره عزتمن کړي...

د دې پاڼې محترمو مېلمنو او لیدونکو ته، الله علي القدیر دې هغوی ته په اسلام سره عزت او کرامت وبخښي...

او د اسلام ستر امت ته چې غوره امت دی؛

كُنتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ

"تاسو هغه غوره امت یئ چې د خلکو (لارښوونې) لپاره را ایستل شوي یئ، په نېکۍ امر کوئ، له بدۍ منعه کوئ او پر الله ایمان لرئ." (سورت آل عمران: ۱۱۰)

تاسو ټولو ته د کوچني اختر مبارکي وایم، له الله سبحانه و تعالی څخه غوښتنه کوم چې ستاسو طاعتونه، روژې او قیامونه قبول کړي، او دا اختر دې د ټولو مسلمانانو لپاره د خیر او برکت پیلامه وګرځي. دعا کوم چې راتلونکی اختر تر هغه ونه رسېږي ترڅو چې د اسلامي دولت، یعنې دویم راشده خلافت، نه وي قیام کړی، ترڅو مسلمانان یو ځل بیا د رسول الله ﷺ او د لومړي راشده خلافت د دورې په څېر عزتمن او پیاوړي شي...

عزیز او حکیم ذات دې په دنیا کې هغوی د عقاب تر بیرغ لاندې وساتي، چې هغه د رسول الله ﷺ بیرغ دی، د "لا إله إلا الله محمد رسول الله" بیرغ؛ او په اخرت کې دې رحمن او رحیم ذات هغوی په خپل سیوري کې وساتي، په هغه ورځ چې د هغه له سیوري پرته بل هېڅ سیوری نشته... او الله جل وعلا د صالحانو ملاتړی دی.

والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته.

ستاسو ورور عطاء بن خليل ابو الرشته د حزب التحریر امیر

Share Article

Share this article with your network