الحمد لله، او پر رسول الله او د هغه پر کورنۍ او اصحابو دې درود او سلام وي، او له هغه وروسته:
هغې اسلامي امت ته چې الله سبحانه وتعالی پرې پیرزوینه کړې او فرمایلي یې دي:
كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ
"تاسو غوره امت یاست چې د خلکو (لارښوونې) لپاره پیدا شوي یاست، پر نېکۍ امر کوئ او له بدۍ څخه منعه کوئ او پر الله ایمان لرئ." (آل عمران: ۱۱۰)
د دعوت پاکو او پرهیزګارو لېږدونکو ته -موږ د هیچا پاکي پر الله نه پېرو- هغوی چې د الله لوري ته بلنه ورکوي او صالح عملونه کوي:
وَمَنْ أَحْسَنُ قَوْلًا مِمَّنْ دَعَا إِلَى اللَّهِ وَعَمِلَ صَالِحًا وَقَالَ إِنَّنِي مِنَ الْمُسْلِمِين
"او له هغه چا څخه د خبرې په لحاظ بل څوک غوره دی چې د الله لوري ته بلنه ورکوي، صالح عمل کوي او وايي چې زه له مسلمانانو څخه یم؟" (فصلت: ۳۳)
د پاڼې درنو لیدونکو ته چې په رښتینې او مینه ورته راځي او د هغو خیرونو په لټه کې دي چې په دې پاڼه کې خپرېږي، الله دې ورته جزای خیر ورکړي...
دغو ټولو ته د کوچني اختر مبارکي وایم او له الله سبحانه وتعالی څخه غواړم چې د دوی روژې قبولې کړي او دوی د دغې مبارکې میاشتې له ازاد شویو (له اوره) څخه وګرځوي. همداراز له هغه سبحانه وتعالی څخه غواړم چې دغه اختر د مسلمانانو لپاره د خیر او برکت پیلامه وګرځوي، ترڅو راتلونکی اختر په داسې حال کې راشي چې موږ د راشده خلافت تر سیوري لاندې یو، د "لا اله الا الله محمد رسول الله" د بیرغ تر سیوري لاندې، او دا کار پر الله ستونزمن نه دی...
په پای کې تاسو ټولو ته سلام وایم او د خیر دعا درته کوم، الله دې ستاسو طاعتونه قبول کړي، له هر ډول بدۍ څخه مو وساتي او له هر شر څخه مو وژغوري:
فَاللَّهُ خَيْرٌ حَافِظًا وَهُوَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ
"نو الله غوره ساتونکی دی او هغه د رحم کوونکو تر ټولو زیات رحم کوونکی دی." (یوسف: ۶۴)
والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
د کوچني اختر شپه، د شوال لومړۍ، ۱۴۳۹هـ ق ستاسو ورور د ۲۰۱۸/۰۶/۱۵م سره سم عطاء بن خلیل ابو الرشته