Home About Articles Ask the Sheikh
مسایل

د ۱۴۳۹ هـ سپوږمیز کال د مبارکې روژې میاشتې په مناسبت د حزب التحریر د امیر د مبارکۍ پیغام

May 15, 2018
3598

الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله وصحبه ومن والاه، وبعد:

هغه غوره امت ته چې د خلکو (هدایت) لپاره را ایستل شوی...

هغو مېړنیو نارینه وو ته چې تجارت او راکړه ورکړه یې د الله له ذکر څخه نه غافلوي...

د پاڼې درنو مېلمنو او لیدونکو ته...

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته،

تاسو ته د مبارکې روژې د میاشتې د رارسېدو مبارکي وایم:

شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنْزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ

"(د روژې میاشت) هغه میاشت ده چې قرآن په کې نازل شوی دی؛ هغه قرآن چې د خلکو لپاره هدایت دی او د هدایت او د حق او باطل د بېلوونکي (فرقان) روښانه نښې دي." (سورت البقره: ۱۸۵)

... هغه میاشت چې الله سبحانه و تعالی پرې مسلمانان ونازول: پیل یې رحمت، منځ یې مغفرت او پای یې د دوزخ له اور څخه خلاصون دی... په دغه میاشت کې قرآن کریم نازل شوی او په همدې میاشت کې بریاوې او ښکاره فتحې شوې دي... د عمل، هڅې او کوښښ میاشت، د عبادت، صبر او جهاد میاشت... نو اې مسلمانانو! مټې راونغاړئ او په نېکو کارونو کې یو له بل سره سیالي وکړئ، ځکه چې په دې میاشت کې اجرونه او نېکۍ څو چنده کېږي...

له الله سبحانه و تعالی څخه غواړم چې د مسلمانانو روژې، لمونځونه (قیام) او نور ټول اعمال قبول کړي، او دا مبارکه میاشت د خیر او برکت پیلامه او د راشده خلافت د تاسیس له لارې د نصرت، عزت او تمکین مقدمه وګرځوي، ترڅو امت د عقاب بیرغ (د لا اله الا الله محمد رسول الله بیرغ) تر سیوري لاندې راشي، او دا کار پر الله سبحانه و تعالی ستونزمن نه دی.

وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ * بِنَصْرِ اللَّهِ يَنْصُرُ مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ

"او په هغه ورځ به مومنان خوشحاله شي، د الله په نصرت سره؛ هغه چې له چا سره یې خوښه شي مرسته کوي او هغه غالب او مهربان دی." (سورت الروم: ۴-۵)

په پای کې تاسو ته سلامونه وړاندې کوم او درته د خیر دعا کوم، الله سبحانه و تعالی د صالحو نارینه وو او ښځو مل او مرستندوی دی.

والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

د چهارشنبې شپه، د ۱۴۳۹ هـ کال د شعبان میاشتې وروستۍ نېټه
ستاسو ورور عطا بن خلیل ابو الرشته

د ۲۰۱۸/۵/۱۵م کال سره سمون خوري
د حزب التحریر امیر

Share Article

Share this article with your network