د الله رحمان او رحیم په نامه
(د جلیل عالم عطاء بن خلیل ابو الرشته، د حزب التحریر امیر، د خپلو فیسبوک پاڼې مینه والو پوښتنو ته د ځوابونو لړۍ - فقهي برخه)
د پوښتنې ځواب:
د څارنې کمرو د کارولو حکم او ایا له هغو څخه اخیستل شوي عکسونه شرعي بینه (ثبوت) ګڼل کېږي؟
محترم ډاکټر بسام الشبعان ته
پوښتنه:
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته، هیله ده چې روغ او جوړ یئ، زموږ ګران امیر، اختر مو مبارک شه، الله سبحانه و تعالی مو وساته...
زما پوښتنه دا ده: په عامه ځایونو او هټیو کې د څارنې کمرو حکم څه دی؟ ایا د کمرې د ثبوت له مخې پر یو چا د جرم حکم کول جواز لري، که چېرې هغه په کمره کې د غلا پر مهال ولیدل شي؟
ځواب:
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته،
ستاسو پوښتنه له دوو برخو جوړه ده: لومړۍ دا چې د څارنې کمرو د کارولو حکم څه دی، او دویمه دا چې د څارنې کمرو لخوا اخیستل شوي عکسونه شرعي بینه (ثبوت) ګڼل کېږي او که نه؟
د پوښتنې د لومړۍ برخې ځواب:
د کمرو حکم په دې شرعي قاعده کې راځي: «په شیانو کې اصل اباحت (روا والی) دی تر هغه چې د حرمت دلیل نه وي راغلی». دا قاعده د الله سبحانه و تعالی له داسې ارشاداتو اخیستل شوې ده:
أَلَمْ تَرَوْا أَنَّ اللَّهَ سَخَّرَ لَكُمْ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ
"ایا تاسو نه دي لیدلي چې الله هغه څه چې په اسمانونو او ځمکه کې دي ستاسو لپاره مسخر (تابع) کړي دي؟" (لقمان: ۲۰)
او د هغه سبحانه و تعالی قول:
وَسَخَّرَ لَكُمْ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا مِنْهُ
"او ده ستاسو لپاره هر هغه څه چې په اسمانونو او ځمکه کې دي، له خپل لوري مسخر کړل." (الجاثیه: ۱۳)
د کمرو د تحریم لپاره کوم دلیل نشته، نو ځکه یې اصلي حکم اباحت دی. مګر کله چې یو مباح شی په حرام کار کې وکارول شي، نو دا کارول یې حرامېږي. دا د دغې کلیه شرعي قاعدې له مخې ده چې: «حرام ته وسیله، په خپله حرام ده». همدارنګه د ضرر دویمه قاعده وایي: «د مباحاتو هر هغه جز چې زیانمن وي او یا د زیان لامل کېږي، هغه جز حرام دی او اصل موضوع مباح پاتې کېږي».
نو پر دې بنسټ، که د څارنې کمرې په جایزو چارو کې وکارول شي، لکه د غلا د مخنیوي لپاره په هټیو کې، یا په سړکونو کې د ترافیکو د څارنې لپاره... دا ټول کارول جایز دي. خو که د خلکو د جاسوسۍ، د هغوی د شخصي ژوند د څارنې، د هغوی د عورتونو لیدلو او یا د هغوی د کورونو د ننه د عکسونو اخیستلو لپاره وکارول شي، نو دا ټول کارول حرام دي؛ ځکه د خلکو جاسوسي او د هغوی د حرکاتو او سکناتو څارنه حرامه ده، لکه څنګه چې الله سبحانه و تعالی فرمايي:
وَلَا تَجَسَّسُوا
"او جاسوسي مه کوئ." (الحجرات: ۱۲)
او هغه حدیث چې ابو داود په خپل سنن کې له نبي کریم ﷺ څخه روایت کړی دی:
إِنَّ الْأَمِيرَ إِذَا ابْتَغَى الرِّيبَةَ فِي النَّاسِ أَفْسَدَهُمْ
"کله چې امیر (حاکم) په خلکو کې د شکونو او تهمتونو پلټنه پیل کړي، هغوی فاسدوي."
او ځکه چې د خلکو د پټو چارو او شخصي ژوند لیدل حرام دي، لکه مسلم چې له ابو هریره رضی الله عنه څخه او هغه له نبي کریم ﷺ څخه روایت کړی دی:
مَنِ اطَّلَعَ فِي بَيْتِ قَوْمٍ بِغَيْرِ إِذْنِهِمْ، فَقَدْ حَلَّ لَهُمْ أَنْ يَفْقَئُوا عَيْنَهُ
"څوک چې د چا کور ته د هغوی له اجازې پرته ور وګوري، نو هغوی ته روا ده چې د هغه سترګه وباسي."
د پوښتنې د دویمې برخې ځواب:
د څارنې کمرو له لارې اخیستل شوي عکسونه د شرع له نظره پر جرم باندې د بینې (ثبوت) په توګه نه شي کارول کېدی؛ ځکه شرعي بینې چې شرعي دلیلونه پرې دلالت کوي، یوازې څلور ډوله دي: اقرار، قسم، شهادت (ګواهي) او قطعي لیکلي اسناد.
له دغو څلورو پرته بله بینه نشته او ځینې دلیلونه یې دا دي:
- اقرار: هغه حدیث چې بخاري له زید بن خالد او ابو هریره رضی الله عنهما څخه روایت کړی دی چې نبي کریم ﷺ وفرمایل:
وَاغْدُ يَا أُنَيْسُ إِلَى امْرَأَةِ هَذَا، فَإِنِ اعْتَرَفَتْ فَارْجُمْهَا
"ای انیسه! د دې سړي ښځې ته ورشه، که هغې اعتراف (اقرار) وکړ، نو سنگسار یې کړه."
- قسم: هغه حدیث چې ابن ماجه په خپل سنن کې له ابن عباس رضی الله عنه څخه روایت کړی چې رسول الله ﷺ وفرمایل:
لَوْ يُعْطَى النَّاسُ بِدَعْوَاهُمْ، ادَّعَى نَاسٌ دِمَاءَ رِجَالٍ وَأَمْوَالَهُمْ، وَلَكِنِ الْيَمِينُ عَلَى الْمُدَّعَى عَلَيْهِ
"که خلکو ته یوازې د هغوی د ادعا پر بنسټ (حق) ورکول کېدای، نو ځینو خلکو به د نورو د وینو او مالونو ادعا کړې وه، خو قسم پر هغه چا دی چې ادعا ورباندې شوې وي."
او هغه حدیث چې دارقطني له عطاء، له ابو هریره او هغه له نبي کریم ﷺ څخه روایت کړی دی:
الْبَيِّنَةُ عَلَى مَنِ ادَّعَى، وَالْيَمِينُ عَلَى مَنْ أَنْكَرَ إِلَّا فِي الْقَسَامَةِ
"ثبوت د مدعي (ادعا کوونکي) پر غاړه دی او قسم د منکر پر غاړه دی، پرته له قسامې څخه."
- شهادت (ګواهي): د الله سبحانه و تعالی دغه قول:
وَاسْتَشْهِدُوا شَهِيدَيْنِ مِنْ رِجَالِكُمْ فَإِنْ لَمْ يَكُونَا رَجُلَيْنِ فَرَجُلٌ وَامْرَأَتَانِ
"او له خپلو نارینه وو څخه دوه شاهدان ونیسئ؛ که دوه سړي نه وي، نو یو سړی او دوه ښځې." (البقره: ۲۸۲)
- قطعي لیکلي اسناد: د الله سبحانه و تعالی دغه قول:
وَلاَ تَسْأَمُوا أَنْ تَكْتُبُوهُ صَغِيرًا أَوْ كَبِيرًا إِلَى أَجَلِهِ ذَلِكُمْ أَقْسَطُ عِنْدَ اللَّهِ وَأَقْوَمُ لِلشَّهَادَةِ وَأَدْنَى أَلاَّ تَرْتَابُوا إِلاَّ أَنْ تَكُونَ تِجَارَةً حَاضِرَةً تُدِيرُونَهَا بَيْنَكُمْ فَلَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَلاَّ تَكْتُبُوهَا
"او د پور د مودې تر رسیدو پورې د هغه له لیکلو څخه مه ستړي کېږئ، که هغه لږ وي او که ډېر؛ دا د الله په وړاندې خورا عادلانه، د شاهدۍ لپاره خورا محکمه او د شک د مخنیوي لپاره تر ټولو غوره لاره ده، مګر دا چې تجارت نغد وي او ستاسو ترمنځ لاس په لاس وي، نو پر تاسو ګناه نشته چې ویې نه لیکئ." (البقره: ۲۸۲)
نو دا هغه بینې دي چې شرعي دلیلونه پرې دلالت کوي. مګر نور شیان لکه د ګوتو نښې (فنګر پرنټ)، د وینې معاینه، عکسونه، د پلټنې سپي او داسې نور؛ دا ټول یوازې قرینې (نښې) ګڼل کېږي چې د حقیقت موندلو لپاره ترې مرسته اخیستل کېږي، خو په خپله شرعي بینه نه ده؛ ځکه نه په کتاب کې او نه په سنتو کې د هغو په اړه کوم دلیل راغلی. نو بینه تر هغه شرعي بینه نه ګڼل کېږي تر څو چې پرې شرعي دلیل موجود نه وي او یا د شته دلیلونو تر سیوري لاندې رانشي.
له همدې امله، د څارنې کمرو عکسونه بینه نه ده، خو دا مانا هم نه لري چې هیڅ ارزښت نه لري؛ بلکې دا د نورو قرینو په څېر ده چې ګټه ترې اخیستل کېدای شي. خو د قرینې او بینې ترمنځ توپیر شته. عکسونه او نور ورته شیان یوازې د "استئناس" (ډاډ او نښې) لپاره کارول کېدای شي. دا کټ مټ د هغه مقتول (وژل شوي) د خبرې په څېر ده چې وایي پلانکي زه وژلی یم؛ له دې خبرې نه د یوې نښې په توګه ګټه اخیستل کېږي خو دا په خپله د دعوې لپاره شرعي بینه نه ده. بخاري په خپل صحیح کې له انس بن مالک رضی الله عنه څخه روایت کوي:
أَنَّ يَهُودِيًّا رَضَّ رَأْسَ جَارِيَةٍ بَيْنَ حَجَرَيْنِ، فَقِيلَ لَهَا: مَنْ فَعَلَ بِكِ هَذَا، أَفُلاَنٌ، أَفُلاَنٌ؟ حَتَّى سُمِّيَ اليَهُودِيُّ، فَأَوْمَأَتْ بِرَأْسِهَا، فَجِيءَ بِاليَهُودِيِّ فَاعْتَرَفَ، فَأَمَرَ بِهِ النَّبِيُّ ﷺ فَرُضَّ رَأْسُهُ بِالحِجَارَةِ
"یو یهودي د یوې نجلۍ سر د دوو ډبرو ترمنځ وواهه او مات یې کړ، هغې نجلۍ ته وویل شول: دا کار چا درسره وکړ؟ ایا پلانکي؟ ایا پلانکي؟ تر دې چې د هغه یهودي نوم واخیستل شو، نو نجلۍ د سر په اشاره وویل هو؛ بیا هغه یهودي راوستل شو او هغه اعتراف (اقرار) وکړ، نو نبي کریم ﷺ حکم وکړ او د هغه سر هم په ډبرو وویشتل شو."
رسول الله ﷺ چې کله له نجلۍ وپوښتل او هغې د سر په اشاره د یهودي لوري ته اشاره وکړه، نو د نجلۍ خبره یې د بینې په توګه ونه منله (چې سمدستي حکم وکړي)، بلکې هغه یې د یوې قرینې په توګه وکاروله، بیا یې یهودي راوست او کله چې هغه اعتراف وکړ، نو سزا ورکړل شوه. نو بینه د هغه اعتراف او اقرار و، نه د مقتولې اشاره... همداسې نورې قرینې هم یوازې نښې دي او تر هغه شرعي بینه نه شي کېدای تر څو چې په اړه یې شرعي دلیل نه وي راغلی.
ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابو الرشته
د امیر د فیسبوک پاڼې څخه د ځواب لینک: فیسبوک
د امیر د ګوګل پلس پاڼې څخه د ځواب لینک: ګوګل پلس
د امیر د ټویټر پاڼې څخه د ځواب لینک: ټویټر
د امیر د ویبپاڼې څخه د ځواب لینک: امیر