(د حزب التحریر امیر، جلیل عالم عطاء بن خلیل ابو الرشته د خپلې فېسبوک پاڼې "فقهي" پوښتنو ته د ځوابونو لړۍ)
پوښتنې ته ځواب
په عدد کې د مخالف مفهوم مطلب
Abu Loay ته:
پوښتنه:
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته،
د مفهوم – مخالف مفهوم – په اړه، په شرعي احکامو کې په عدد پورې د تړلي استدلال په موضوع کې، په ځینو شرطونو عمل ثابت دی: په عدد کې د قید شرط، او له یاد شوي عدد څخه د مخه حکم نفي کول له هغه څه څخه چې وروسته دي، په داسې ډول چې ذهني لزوم پرې دلالت وکړي او ذهن ته سمدستي راشي. د مثال په توګه دا شریف نبوي حدیث راوړل شوی: "کله چې تاسو درې کسان وئ، نو یو تن مو امیر وټاکئ." په وضاحت کې په عدد کې پر مخالف مفهوم د عمل کولو لپاره پر "یو" (واحد) تمرکز شوی دی، په دې مانا چې: له یوه څخه زیات جایز نه دي. په نبوي نص کې عدد (درې) راغلی، نو آیا پر هغه هم عمل کېږي؟ که هغه د بل مثال په څېر دی چې عمل پرې نه کېږي او مخالف مفهوم نه لري او نه هم تر هغه لږ یا ډېر ذهن ته راځي، لکه: (هغه دوه قرشونه چې پر تا مې پور دي، ماته راکړه؟) یعنې هغه مبلغ چې ستا پر غاړه پور دی. دا په داسې حال کې چې دوه کسان هم "جماعت" ګڼل کېږي...
الله سبحانه وتعالی دې زموږ او د ټولو مسلمانانو له لوري تاسو ته غوره جزا درکړي.
ځواب:
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته،
ستاسو پوښتنه د هغه څه په اړه ده چې د الشخصية الإسلامية (اسلامي شخصیت) د کتاب په درېیم جز کې د مخالف مفهوم په بحث کې تر "مفهوم العدد" (د عدد مفهوم) لاندې راغلي دي، هلته داسې لیکل شوي:
(... خو دلته باید پوه شو چې په عدد کې مخالف مفهوم یوازې په یو حالت کې معتبر دی، هغه دا چې حکم په یو ځانګړي عدد پورې مقید وي او د کلام له سیاق څخه داسې څرګندېږي چې دغه حکم په همدې عدد کې ثابت او له نورو څخه نفي دی، یا په دغه عدد کې نفي او په نورو کې ثابت دی، لکه څنګه چې د خطاب په مفهوم (فحوى الخطاب) کې وي... نو هر هغه حکم چې په ځانګړي عدد پورې مقید وي او د کلام له سیاق څخه یې دا مانا اخیستل کېږي چې حکم په همدې عدد کې ثابت او له نورو څخه نفي دی (یا برعکس)، په داسې ډول چې د لفظ په اورېدو سره ذهن هغې ته متوجه شي، نو په دغه حالت کې د عدد مفهوم معتبر دی. لکه د رسول الله ﷺ دا قول:
إِذَا كَانَ ثَلَاثَةٌ فِي سَفَرٍ فَلْيُؤَمِّرُوا أَحَدَهُمْ
"کله چې درې کسان په سفر کې وي، نو یو تن دې له ځانه امیر (مشر) وټاکئ." (رواه ابوداود). دلته حکم چې د امیر ټاکل دي، په یوه عدد پورې مقید شوی چې هغه "یو" دی، او د کلام سیاق ښيي چې مطلب د یوه تن امیر ټاکل دي نه د دوو، نو مخالف مفهوم یې دا شو چې له یوه څخه د زیاتو امیرانو ټاکل روا نه دي. د کلام سیاق دا وښوده چې حکم په دغه عدد پورې مقید دی، نو ځکه مخالف مفهوم معتبر وګڼل شو... خو که د کلام سیاق پر دې دلالت ونه کړي، لکه یو څوک خپل پوروړي ته ووایي: (هغه دوه قرشونه چې پر تا مې دي، ماته راکړه)، نو دا مخالف مفهوم نه لري، ځکه دلته له "دوه قرشونو" څخه هدف د حکم په عدد پورې مقید کول نه دي، بلکې دا یوازې د پور د مقدار یادول دي، او ممکن پور په سلګونو دیناره وي. دا په دې مانا ده چې په عدد کې مخالف مفهوم یوازې د دوو شرطونو په پوره کېدو سره معتبر دی: یو دا چې حکم په عدد پورې مقید وي، او دویم دا چې د کلام سیاق له دغه عدد څخه پر غیرو د حکم پر نفي دلالت وکړي.) پای.
تاسو پوهېږئ چې په پورته ذکر شوي حدیث کې د "أحدهم" (یو تن) په کلمه کې د عدد مفهوم یا مخالف مفهوم معتبر دی، او پوښتنه کوئ چې ایا په همدې حدیث کې د "ثلاثة" (درې) په کلمه کې هم د عدد مفهوم یا مخالف مفهوم معتبر دی او که نه؟
د دې ځواب دا دی چې په حدیث کې د "ثلاثة" لفظ:
إِذَا كَانَ ثَلَاثَةٌ فِي سَفَرٍ فَلْيُؤَمِّرُوا أَحَدَهُمْ
کټ مټ د "أحدهم" په څېر د عدد مفهوم لري؛ ځکه د "ثلاثة" لفظ هم یو قید دی. نو که مسافر تر دریو لږ وي، یعنې دوه کسان وي، نو پر هغوی واجب نه ده چې یو تن امیر کړي، ځکه دلته مخالف مفهوم معتبر دی؛ کله چې مسافر تر دریو لږ وي، د یو تن امیر کول واجب نه دي...
دلته دا نه شي ویل کېدی چې: "باید تر دریو زیات کسان هم په عدد کې د مخالف مفهوم له مخې امیر ونه ټاکي"، دا ځکه نه ویل کېږي چې تر دریو زیات کسان د "موافق مفهوم" (مفهوم الموافقة) له لارې په لومړي قدم کې (به طریق اولی) په حکم کې شاملېږي. یعنې کله چې پر دریو کسانو د یوه امیر ټاکل واجب وي، نو تر دریو پر زیاتو کسانو خو په لومړي قدم کې واجب ده چې یو تن امیر کړي... دا معلومه ده چې موافق مفهوم د لفظ د مدلول لازمي مانا ده او د خطاب مفهوم (فحوى الخطاب) ورته ویل کېږي، دا د جملې له ترکیب څخه فهم کېږي او له "التزامي دلالت" څخه شمېرل کېږي چې د لفظ په اورېدو سره ذهن هغې ته انتقالېږي. که دغه ذهني لزوم موجود وي، نو یوازې پر همدغه عمل کېږي. له همدې امله، د دریو څخه د زیاتو کسانو لپاره د امیر ټاکلو حکم د "موافق مفهوم" له لارې دی او په دې حالت کې پر مخالف مفهوم عمل نه کېږي.
په دې توګه، پر دریو کسانو د امیر ټاکلو حکم پر هغو کسانو هم پلي کېږي چې تر دریو زیات وي، او دا د اصولو او فقهې د علماوو ترمنځ یو مشهور اصل دی... په نیل الاوطار کې د امارت د احادیثو په شرح کې راغلي: "په دې کې دلیل دی چې د هر هغه عدد لپاره چې دریو یا تر هغه زیاتو ته ورسېږي، مشروع ده چې یو تن له ځانه امیر کړي، ځکه په دې کې له هغو اختلافاتو څخه سلامتیا ده چې د هلاکت سبب کېږي. د امیر په نشتوالي کې هر څوک په خپله رایه عمل کوي او خپل هوای نفس پسې ځي، چې په پایله کې هلاکېږي، خو د امیر په شتون کې اختلافات کمېږي او کلمه یو کېږي. او کله چې دا حکم د هغو دریو کسانو لپاره مشروع وي چې په دښته یا سفر کې وي، نو د هغه ډېر شمېر لپاره چې په کلیو او ښارونو کې اوسي او د ظلم د مخنیوي او شخړو د هوارولو لپاره امیر ته اړتیا لري، په لومړي قدم کې (اولى وأحرى) مشروع او واجب دی."
هیله ده موضوع روښانه شوې وي.
ستاسو ورور، عطاء بن خلیل ابو الرشته
۰۷ د شوال ۱۴۳۷هـ ۲۰۱۶/۰۷/۱۲م
د امیر د فېسبوک پاڼې څخه د ځواب لینک: Facebook
د امیر د ګوګل پلس پاڼې څخه د ځواب لینک: GooglePlus
د امیر د ټویټر پاڼې څخه د ځواب لینک: Twitter
د امیر له ویب پاڼې څخه د ځواب لینک: الامیر