(د حزب التحریر د امیر، جلیل عالم عطاء بن خليل ابو الرشته د ځوابونو لړۍ، چې د خپلې فېسبوک پاڼې "فقهي" پوښتونکو ته یې ورکوي)
ته: ابو خطاب المقدسي
پوښتنه:
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته، الله دې ستاسو ساتنه وکړي، غواړم پوښتنه وکړم: ولې (رکاز) د خراج په باب کې راغلی او د زکات په باب کې نه دی ذکر شوی؟ او ایا له رکاز څخه پنځمه برخه (خمس) هله اخیستل کېږي چې نصاب ته ورسېږي؟ ستاسو په هڅو کې دې برکت وي.
ځواب:
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته
بخاري او مسلم له ابن شهاب، هغه له سعید بن المسیب او هغه له ابو سلمة بن عبدالرحمن څخه او هغه بیا له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت کړی دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
وَفِي الرِّكَازِ الخُمُسُ
"او په رکاز کې پنځمه برخه (خمس) ده." (بخاري او مسلم)
رکاز هغه مال دی چې له پخوا څخه تر ځمکې لاندې ښخ شوی وي، یا د کانونو محدود رګونه وي... نو هر څوک چې دا په خپل ملکیت (ځمکه یا ودانۍ) کې ومومي، نو دی یې مالک دی. خو که چا رکاز یا کان د بل چا په ځمکه یا ودانۍ کې وموند، نو موندل شوی رکاز یا کان د ځمکې یا ودانۍ د مالک دی، نه د موندونکي... او د رکاز په موندلو سره سمدستي د پنځمې برخې (خمس) ورکول واجبېږي او بیت المال ته یې په سپارلو کې ځنډول جواز نه لري.
د دې پوښتنې په اړه چې ایا دا پنځمه برخه زکات دی که "فیء" (د دولت ملکیت) دی؟ ځواب دا دی چې دا زکات نه دی بلکې فیء دی. په دې اړه یو دلیل هغه روایت دی چې ابو عبید له مجالد څخه او هغه له شعبي څخه روایت کړی دی: (یو سړي له مدینې څخه بهر زر دیناره ښخ شوي وموندل، هغه یې عمر بن الخطاب ته راوړل، عمر له هغو څخه پنځمه برخه یعنې دوه سوه دیناره واخیستل او پاتې یې هغه سړي ته بېرته ورکړل. بیا عمر هغه دوه سوه دیناره پر هغو مسلمانانو وویشل چې هلته حاضر وو، تر دې چې یو څه ترې پاتې شول. بیا عمر وویل: د دینارونو خاوند چېرته دی؟ هغه ورته پاڅېد، بیا عمر ورته وویل: دا دینارونه واخله دا ستا دي.)
د شعبي له حدیث څخه څرګندېږي چې عمر له موندونکي څخه یوازې پنځمه برخه واخیسته او پاتې څلور برخې یې موندونکي ته بېرته ورکړې. که دا زکات وای، نو د زکات په مصارفو کې به مصرف شوی وای او عمر به موندونکي ته ترې څه نه ورکول؛ ځکه هغه (د دینارونو په موندلو سره) غني شوی و او زکات غني ته نه حلالېږي.
له همدې امله، د رکاز ارزښت چې هر څومره وي، څلور برخې یې د موندونکي دي او پنځمه برخه یې د بیت المال ده. دا په نصاب پورې تړلې نه ده ځکه چې زکات نه دی. که د رکاز ارزښت نصاب ته رسېدلی وي او که تر نصاب کم وي، په هر صورت باید پنځمه برخه یې د مسلمانانو بیت المال ته ورکړل شي. په اوسني وخت کې چې د مسلمانانو بیت المال نشته، نو د رکاز موندونکی باید دا پنځمه برخه د مسلمانانو په عامه ګټو یا پر اړمنو مصرف کړي... هر هغه څه چې خیر پکې ویني، هغه دې وکړي.
ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابو الرشته
د امیر د فېسبوک پاڼې څخه د ځواب لېنک: فېسبوک
د امیر له وېبپاڼې څخه د ځواب لېنک: امیر وېبپاڼه
د امیر د ګوګل پلس پاڼې څخه د ځواب لېنک: ګوګل پلس