(د حزب التحریر امیر، جلیل عالم عطاء بن خلیل ابو الرشته د خپلې فیسبوک پاڼې "فقهي" د مینه والو پوښتنو ته د ځوابونو لړۍ)
عدنان خان ته
پوښتنه:
Salaams Sheikh
My question is on an article in the Constitution. In article 7, clause 4 or clause D from the English translation of the second edition 2010, it is stated: The non-Muslims will be treated in matters related to foodstuffs and clothing according to their faith and within the scope of what the Shari'ah rules permit. My question is related to clothing.
Will Non-Muslim women be allowed to wear any clothing as long as it covers the bodies and is modest, such as long dresses or trousers and a shirt? Or will they be required to wear Khimar and Jilbaab like the Muslim women?
How was the non-Muslim women's dress was dealt with throughout Islamic history? i.e. were they allowed ot wear what they wanted or was the Islamic dress enforced upon them.
May allah reward you
From your Brother Adnan from the UK
د پوښتنې ژباړه:
زما پوښتنه د دستور د یوې مادې په اړه ده، چې د ۲۰۱۰م کال د انګلیسي ژباړې د ۷مې مادې ۴ بند یا "د" جز دی: (د - له غیر مسلمانانو سره د خوراک او جامو په چارو کې د هغوی د دینونو سره سم د هغو حدودو په چوکاټ کې چلند کېږي چې شرعي احکام یې اجازه ورکوي.) زما پوښتنه د جامو په اړه ده؛ ایا غیر مسلمو ښځو ته اجازه ورکول کېږي چې هر ډول کالي واغوندي، په دې شرط چې بدن یې پټ وي او د پام اړولو وړ نه وي، لکه اوږد لباس یا پتلون او کمیس؟ که ورڅخه غوښتل کېږي چې د مسلمانو ښځو په څېر خمار او جلباب واغوندي؟ د اسلام په تاریخ کې له غیر مسلمو ښځو سره څنګه چلند کېده؟ ایا هغوی ته اجازه وه چې هر څه وغواړي ویې اغوندي که د اسلامي لباس په اغوستلو مجبورېدلې؟
له الله سبحانه و تعالی څخه تاسو ته د خیر جزا غواړم، ستاسو ورور عدنان له بریتانیا څخه
ځواب:
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته.
د پورتنۍ مادې "د" بند چې تاسو یې په اړه پوښتنه کړې، نص یې داسې دی: "له غیر مسلمانانو سره د خوراک او جامو په چارو کې د هغوی د دینونو په اساس د هغو حدودو په چوکاټ کې چلند کېږي چې شرعي احکام یې اجازه ورکوي." تاسو د جامو په اړه پوښتنه کړې، ځواب یې دا دی:
یاد شوي بند د جامو لپاره دوه قیدونه ټاکلي دي:
لومړی قید: "د هغوی د دینونو سره سم". دوی ته د هغوی د دینونو مطابق د جامو اجازه ورکول کېږي؛ او د هغوی د دینونو مطابق جامې د هغوی د مذهبي خلکو (سړیو او ښځو) لباس دی، یعنې د کشیشانو او راهبانو... او د راهبو (ننز) لباس. دا هغه جامې دي چې په دین کې یې مقررې شوې دي، نو د هغوی سړیو او ښځو ته د دغو جامو اغوستل جایز دي. دا د لومړي قید په اړه و.
دوهم قید "هغه څه چې شرعي احکام یې اجازه ورکوي" دی، دا د عامه ژوند احکام دي چې د رعیت ټول کسان، که مسلمانان وي که غیر مسلمانان او که سړي وي که ښځې، شاملوي.
• نو استثنا یوازې د هغوی د دیني جامو لپاره ده. • مګر د هغوی له مذهبي جامو پرته نور ټول لباسونه په عامه ژوند کې د شرعي احکامو تابع دي. دا حکم د ناریناوو او ښځو دواړو لپاره دی.
دا لباس په ټولنیز نظام (النظام الاجتماعي) کې په بشپړ تفصیل سره بیان شوی او د رعیت پر ټولو افرادو، که مسلمانان وي که غیر مسلمانان، پلي کېږي. له غیر مسلمانانو څخه یوازې د هغوی مذهبي جامې استثنا دي لکه څنګه چې مو پورته یادونه وکړه. له دې پرته، د عورت پټول، له تبرج (زینت ښکاره کولو) څخه ډډه کول، او د جلباب او خمار اغوستل واجب دي. څرنګه چې پتلون له تبرج څخه شمېرل کېږي، نو ښځه یې په عامه ژوند کې نشي اغوستلی، که څه هم بدن یې پټ کړی وي.
د تاریخي واقعیت په اړه باید وویل شي چې د خلافت په ټوله زمانه کې ښځو، که مسلمانې وې او که غیر مسلمانې، جلباب اغوست؛ یعنې پر خپلو کورنیو جامو یې یو پراخ لباس (بهرنی پوښ) اغوست او خپل سرونه یې پټول. په ځینو کلیو کې چې مسلمانې او غیر مسلمانې ښځې دواړه پکې اوسېدې، د هغوی په لباس کې هیڅ توپیر نه کېده... حتی د خلافت له له منځه تلو وروسته هم د دې کار نښې تر یوه حده پاتې وې. که تاسو له هغو سپین ږیرو څخه پوښتنه وکړئ چې عمرونه یې له اویاوو او اتیاوو کلونو لوړ وي، هغوی به درته په فلسطین کې د ځینو کلیو په اړه خپلې لیدنې بیان کړي چې څنګه یې عیسوۍ او مسلمانې ښځې په هغو کلیو کې په یو ډول لباس کې لیدلې دي.
امید لرم چې دا به ستاسو د پوښتنې لپاره کافي ځواب وي.
ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابو الرشته
د امیر د فیسبوک پاڼې څخه د ځواب لینک: فیسبوک
د امیر له ویبپاڼې څخه د ځواب لینک: امیر
د امیر د ګوګل پلس پاڼې څخه د ځواب لینک: ګوګل پلس