** (د فیسبوک په "فقهي" پاڼه کې د خپلو مینه والو پوښتنو ته د حزب التحریر د ستر عالم او امیر، شیخ عطاء بن خلیل ابو الرشته د ځوابونو لړۍ)**
د پوښتنې ځواب
ته: Imad M. Sa'ad
پوښتنه:
زموږ شیخ صاحب، السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته! الله سبحانه وتعالی دې تاسو په اسلام عزیز کړي او اسلام دې په تاسو عزیز کړي. له الله سبحانه وتعالی څخه دعا کوم چې ما له هغو کسانو څخه وګرځوي چې له تاسو سره د نبوت پر منهج پر خلافت بیعت کوي، یقیناً هغه پر هر څه قادر دی.
زه د زکات په اړه یوه پوښتنه لرم؛ د سوداګریزو مالونو یا نغدو پیسو زکات؛ آیا د کال له پوره کېدو (حول) څخه مخکې د هغو ټوله یا یوه برخه ایستل سم دي؟ او آیا د کال پوره کېدل د زکات ایستلو لپاره شرط دی؟
الله سبحانه وتعالی دې ستاسو سره په هغه څه کې مرسته وکړي چې په دنیا او اخرت کې د اسلام او مسلمانانو خیر وي. والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
ځواب:
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته!
د کال پوره کېدل (حول) د زکات د سبب یعنی "نصاب" لپاره شرط دی، نو کله چې شرط پوره شي، یعنې پر نصاب باندې یو کال تېر شي او نصاب کم نه شي، نو زکات واجبېږي. خو که چېرې زکات تر وجوب (د کال له پوره کېدو) مخکې وایستل شي، نو دا د شته شرعي دلیلونو پر بنسټ جواز لري، چې ځینې یې دا دي:
- بیهقي په "السنن الکبری" کې له علي رضي الله عنه څخه روایت کړی دی:
عَنْ عَلِيٍّ، «أَنَّ الْعَبَّاسَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ سَأَلَ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم فِي تَعْجِيلِ صَدَقَتِهِ قَبْلَ أَنْ تَحِلَّ فَأَذِنَ لَهُ فِي ذَلِكَ»
"له علي رضي الله عنه څخه روایت دی چې عباس رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وغوښتل چې خپله صدقه (زکات) تر وخت مخکې (د کال له پوره کېدو وړاندې) ورکړي، نو هغه صلی الله علیه وسلم ورته پدې برخه کې اجازه ورکړه."
- دارقطني په خپل "سنن" کې له حجر العدوي څخه او هغه له علي رضي الله عنه څخه روایت کړی، چې ویلي یې دي: رسول الله صلی الله علیه وسلم عمر رضي الله عنه ته وفرمایل:
«إِنَّا قَدْ أَخَذْنَا مِنَ الْعَبَّاسِ زَكَاةَ الْعَامِ عَامِ الْأَوَّلِ»
"موږ له عباس څخه د سږ کال زکات په تېر کال کې اخیستی دی."
- دارقطني له موسی بن طلحه څخه او هغه له طلحه څخه روایت کړی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«يَا عُمَرُ أَمَا عَلِمْتَ أَنَّ عَمَّ الرَّجُلِ صِنْوُ أَبِيهِ؟ إِنَّا كُنَّا احْتَجْنَا إِلَى مَالٍ فَتَعَجَّلْنَا مِنَ الْعَبَّاسِ صَدَقَةَ مَالِهِ لِسَنَتَيْنِ»
"اې عمره! آیا نه پوهېږې چې د سړي تره د هغه د پلار په څېر دی؟ موږ مال ته اړتیا درلوده، نو ځکه مو له عباس څخه د هغه د مال د دوو کلونو زکات مخکې واخیست."
د دې حدیث د سند په اړه له "حکم" څخه اختلاف روایت شوی، خو صحیح یې دا ده چې له حسن بن مسلم څخه "مرسل" روایت شوی دی.
پر همدې بنسټ؛ د زکات تر وجوب وړاندې د هغه په ورکړه کې بیړه کول یو جایز امر دی او د معلوماتو لپاره باید ووایم چې ډېری فقهاء هم پر همدې نظر دي.
ستاسو ورور، عطاء بن خلیل ابو الرشته
د امیر د فیسبوک پاڼې له لارې د ځواب لینک: فیسبوک
د امیر له ویبپاڼې څخه د ځواب لینک: امیر
د ګوګل پلس پاڼې څخه د ځواب لینک: ګوګل پلس